کندهاري کروندګر: د زراعتي افتونو د مخنيوي لپاره وسايل نه‌لرو

انځور، ارشيف

کندهار کې کروندګر شکایت کوي چې د زراعتي افتونو د مخنیوي لپاره، د دواپاشۍ عصري او پر مختللو وسایلو ته لاس‌رسی نه‌لري.

کروندګر وايي، د عصري وسایلو د نشتوالي له امله یې هر کال د حاصلاتو یو برخه له منځه ځي.

بل‌خوا د طالبانو د کرنې ریاست مسوولين د کروندګرو دغه ستونزه مني او وايي چې ریاست یې د دواپاشۍ کافي وسایل نه‌لري چي ټولو بزګرانو او باغ لرونکو ته يې ورکړي.

نور تفصیل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور