پاکستان له ازبکستان سره د راکړې ورکړې ۹ یادښتونه لاسلیک کړي

ارشیف

پاکستان وايي چې له ازبکستان سره د خپلمنځي راکړې ورکړې د زیاتولو لپاره یې پرون دوشنبې ۹ یادښتونه لاسلیک کړل.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر سیدنوید قمر او د ازبکستان د صدراعظم مرستیال خوجه یف جمشید عبدالحاکمو ویچ موافقه وکړه چې د دوو هېوادونو سوداګرو ته به د سوداګري راکړو ورکړو د فرصتونو په اړه معلوماتي غونډې جوړې کړي او هڅه به وکړي چې یو بل ته واردات او صادرات په کال کې یو میلیارد ډالرو ته زیات کړي.

ازبکستان او پاکستان د افغانستان له لارې سوداګري راکړه ورکړه کوي.

ازبکستان لېواله دی چې د افغانستان له لارې خپله ریللار تر پاکستانه وغځوي.