عربستان او پاکستان په ټولنه کې د افغان ښځو پر حقونو او ونډه ټینګار کړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري

د سعودي عربستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغان ښځو د حقونو او په ټولنه کې د مساوي ګډون په اړه خبرې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې بلاول بوټو زرداري دوشنبه ناوخته له خپل سعودي سیال فیصل بن فرهان آل سعود سره په ټيلیفون د ګڼو نورو خپلمنځي مسایلو سربېره د افغانستان اړوند موضوع ګانې یادې کړي.

د اعلامیې په اساس د پاکستان او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو د ښځو د حقونو د تامین په اهمیت ټینګار کړی او دا چې باید د ژوند په ټولو برخو کې پوره ونډه ورکړل شي.

دوی همدارنګه د افغانستان سولې او ثبات مهمه بللی او ټینګار یې کړی چې د افغانانو د یوه سوکاله راتلونکې لپاره باید نړیواله ټولنه له افغانستان سره ښکېله پاتې شي.

د سعودي عربستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو داسې وخت د افغان ښځو اړوند مسایلو باندې خبرې کړي چې د طالبانو حکومت نجونې او ښځې له ښوونځیو او پوهنتونو منع کړي او په وروستي اقدام کې یې د نادولتي موسسو ټولې ښځینې کارکوونکې هم له کاره منع کړي دي.