فيليپو ګرانډي: نن د نړۍ په ميليونونو خلکو تياره او بې رحمه ورځ راغلې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي د کرسمس په مناسبت وویل چې: "نن د نړۍ په میلیونونو خلکو یوه سړه، تیاره او بې رحمه ورځ راغلې."

ګراندي په خپل ټویټري پیغام کې د افغانستان یادونه کړې او ویلي یې دي چې، سږ کال کرسمس په داسې حال کې لمانځل کېږي چې افغان مېرمنې له خپلو حقونو بې برخې دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې اوکراینیان هم په بمبار شویو ښارونو کې کرسمس لمانځي او د ده په وینا په ټوله نړۍ کې میلیونونه خلک په جبري تبعید کې ژوند کوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له راتګ سره، ښځې په افغانستان کې له ډېرو محدودیتونو سره مخ شوې.

په وروستۍ پېښه کې د طالبانو حکومت د افغانستان په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.