چارواکي: د روسیې په کیمیرووا کې د اور لګېدو له امله ۲۰ کسان مړه شوي

د راپورونو له مخې کور د بخارۍ په وسیله ګرمېده او تراوسه دا نه ده څرګنده چې د زړو د استوګنې په دې خصوصي کور کې څومره کسانو ژوند کاوه او د اور د لګېدو پر مهال هلته څومره کسان وو.

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت نن وویل چې د سایبریا په کیمیرووا ښار کې د زړو د استوګنې په یوه کور کې د اور د لګېدو له امله ۲۰ کسان مړه شوي دي.

دې وزارت ویلي چې اور نن سهار وختي له لرګیو جوړ په یوه دوه پوړیزه کور کې لګېدلی او علت یې تر اوسه معلوم نه دی.

د راپورونو له مخې کور د بخارۍ په وسیله ګرمېده او تراوسه دا نه ده څرګنده چې د زړو د استوګنې په دې خصوصي کور کې څومره کسانو ژوند کاوه او د اور د لګېدو پر مهال هلته څومره کسان وو.