کابلوف: روسیه او هند د افغانانو ترمنځ د خبرو بیا پیل سره مرسته کولای شي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې که طالبان وغواړي نو مسکو کولای شي چې له نوې ډیلي سره په ګډه د افغانانو ترمنځ د خبرو له بیا پیل سره مرسته وکړي.

ښاغلي کابلوف د هند چاپ هندو ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه، همداراز ویلي چې د تروریزم پر ضد د طالبانو اقدامات کافي نه دي، خو هغه په عین حال کې ټینګار کړی چې د سیمې هېوادونه د طالبانو د موافقې په صورت کې چمتو دي چې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې مبارزه کې همکاري ورسره وکړي.

د روسیې استازي همداراز ویلي چې د کابل د موافقې په صورت کې مسکو په دې برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.

روسیه د هغو هېوادونو له ډلې ده چې له طالبانو سره نږدې تعامل لري او څو ځلې یې د افغانستان په اړه د غونډو کوربه توب هم کړی، خو له دې سره سره یې د طالبانو حکومت د نورو هېوادونو په څېر تراوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.