چارواکي: د امریکا یوه پوځي اډه کې مېشتو افغانانو تر ۲۶۰ میلیون ډالرو زیان اړولی

د تېر کال د اګست میاشتې په وروستیو دوو اونیو کې متحدوایالتونو له ۱۲۰ زرو زیات افغانان د کابل له هوايي ډګر څخه ولېږدول.

د پنټاګون یو ځانګړی مفتش وايي، د امریکا هغه پوځي اډې چې زرګونه افغان کډوال په کې دېره دي، تر ۲۶۰ میلیون ډالرو پورې زیانمن شوي دي.

اسوشیتیدپریس خبري آژانس پرته له دې چې د دې چارواکي نوم یاد کړي، پرون د ډسمبر ۲۳مه راپور ورکړ چې د څو اډو دېوالونو او د نلدوانۍ سیسټمونو ته سخت زیان اوښتی دی او ترڅو چې بیارغونه په کې ونه شي نور نو د پوځي ځواکونو له کاره وتلي دي.

د تېر کال د اګست میاشتې په وروستیو دوو اونیو کې متحدوایالتونو له ۱۲۰ زرو زیات افغانان د کابل له هوايي ډګر څخه ولېږدول چې ډېری دا کډوال امریکا ته له رسېدو وروسته په اتو پوځي اډو کې ځای پرځای شول.

اسوشیتیدپریس خبري آژانس راپور ورکوي چې وروستي افغان کډوال د سږني کال په فبروري میاشت کې له دې پوځي اډو ووتل.