د امریکا استازو جرګې د ۱.۷ تریلیون ډالرو په ارزښت د بودیجې لایحه تصویب کړه

د امریکا کانګرس

د امریکا د استازو جرګې د ۱.۷ تریلیون ډالرو په ارزښت د بودیجې لایحه چې اوکراین ته د ۴۵ میلیارد ډالرو مرسته هم په کې شامله ده تصویب کړه.

د استازو جرګې چې ډیموکراتان په کې اکثریت دي دا لایحه تېره شپه د ټاکلي مهلت له پای ته رسېدو مخکې تصویب کړه.

دې لایحې ته ۲۲۵ وکیلانو موافقې او ۲۰۱ نورو مخالفې رایې ورکړې.

یاده لایحه به د ولسمشر جوبایډن له توشېح وروسته په قانون بدله شي، ځکه د امریکا سنا هغه د پنجشنبې په ورځ تصویب کړې وه.