د استازیو جرګه د امریکايي پوځ ملاتړ لپاره پر وړاندیز شوې بودیجه رایه اچونه کوي

د امریکا کانګرس

د امریکا د کانګرس د استازیو جرګه به نن د یو ټریلیون او ۶۶۰ میلیارد ډالرو بودیجې پر هغې لایحې رایې واخلي چې په کې د متحده ایالاتو د پوځ پراخ مالي ملاتړ شوی دی.

په دغه وړاندیز شوې بودیجه کې له اوکراین سره پر بېړنیو مرستو سربېره د امریکا ټولو فدرالي ادارو ته اجازه ورکوي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې یعنې د امریکا د مالي کال تر پایه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د وړاندیز شوې بودیجې دغه لایحه د امریکا سنا جرګې چې ډیموکراټان پرې کنټرول لري، پرون تصویب کړې وه.

دغه لایحه مخکې له دې چې قانوني بڼه خپله کړي، ولسمشر جوبایډن یې باید توشېح کړي.