د پاکستان په اسلام اباد کې ځانمرګي برید مرګژوبله اړولې

د اسلام اباد پولیسو ویلي چې په یوه استوګنه سیمه کې په دې چاودنه کې چې په موټر کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو موادو له امله رامنځته شوې، د دوی یو افسر پولیس وژل شوی او لږترلږه درې پولیس او اوه لارویان ټپیان شوي دي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې نن په یوه چاودنه کې پولیسو او خلکو ته مرګژوبله اوښتې.

د اسلام اباد پولیسو ویلي چې په یوه استوګنه سیمه کې په دې چاودنه کې چې په موټر کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو موادو له امله رامنځته شوې، د دوی یو افسر پولیس وژل شوی او لږترلږه درې پولیس او اوه لارویان ټپیان شوي دي.

پولیسو په یوه ټویټ کې ویلي چې د موټر چلونکي هغه مهال چاودېدونکو مواد وچول چې یوې امنیتي پوستې سره یې د پولیسو د درېدو له امر څخه ډډه وکړه.

د دغه برید مسوولیت تراوسه چا یا کومې ډلې نه دی اخیستی، خو پاکستاني طالبانو له تېرې ماشتې راهیسې چې د پاکستان له حکومت سره یې اوربند پای ته ورساوه، په دې هېواد کې حملې بیا زیاتې کړي دي.