امریکا: روسیې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره لېوالتیا نه ده ښودلې

د اوکراین د جګړې یوه صحنه

امریکايي چارواکي وايي چې د پوتین له وروستیو څرګندونو سره سره روسیې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرو ته کومه لېوالتیا نه ده ښودلې.

یوه ورځ وروسته له هغې چې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي واشنګټن ته سفر وکړ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون وویل چې روسیه په اوکراین کې د «جګړې د پای ته رسولو» په لټه کې ده او له کییف سره خبرې نه ردوي.

خو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل چې د پوتین کړنې "کاملاً برعکس" دي او دا چې هغه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره "هېڅ داسې نښې نه دي ښودلي" چې د جګړې د پای ته رسولو په هدف خبرو ته لېواله دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم ویلي چې روسیې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره له معقولې ډیپلوماسۍ سره کومه رښتینې علاقه نه ده ښودلې.

پر اوکراین د روسیې غیرموجه یرغل د فبرورۍ په ۲۴ پیل شوی او لا هم دوام لري.