بلېنکن: طالبان افغان نجونې تیاره راتلونکې ته بیايي او فرصتونه ترې اخلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وایي، هغه څه چې طالبانو کړي، د دې هڅه ده چې افغان نجونې تیاره راتلونکې ولري او له فرصتونو بې برخې وي.

بلېنکن دغه څرګندونې د طالبانو له لوري له لوړو زده کړو څخه د نجونو د منع کېدو په غبرګون کې پرون په واشنګټن کې وکړې.

هغه وویل: "هېڅ یو هېواد به بری ونه مومي او ډېره لږه وده به وکړي که نیمایي وګړي یې د ونډې اخیستو له فرصت څخه بې برخې کړای شوې وي. موږ په اوس وخت کې په دې برخه کې له نورو هېوادونو سره په تعامل کې یو او که وضعیت بدل نه شي، پایله به یې تاوان پرې کول وي. نه غواړم نن یې جزییات ورکړم خو موږ به له خپلو شریکانو سره په همغږۍ دا مسئله تعقیب کړو."

ښاغلي بلېنکن زیاته کړه چې طالبان هڅه کوي چې له نړیوالې ټولنې سره اړیکې ښه کړي او دوی ورته اړتیا هم لري، خو د ده په خبره که طالبان هغو کړو وړو ته چې اوس یې کوي، دوام ورکړي، له نړۍ سره به یې اړیکې ښې نه شي.

هغه وویل، پر نجونو د زده کړې بندیز نه یوازې امریکا بلکې د اسلامي هېوادونو په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو غندلی دی.