ترکیې د افغان ښځو پر لوړو زده کړو بندیز غیراسلامي او غیرانساني وباله

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیرمولود چاوش اوغلو

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وایي، په افغانستان کې پر ښځو د لوړو زده کړو بندیز لګول نه اسلامي دی او نه هم انساني او په خبره یې چې دوی دا ډول بندیز غندي.

چاوش اوغلو دغه څرګندونې پرون پنجشنبې د یمن د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

د ترکیې د حریت ورځپاڼې د راپورله مخې، چاوش اوغلو ویلي چې د طالبانو دغې پرېکړې دوی ډېر خفه کړي او هغه د ډېرې اندېښنې وړ ده.

چاوش اوغلو د پوښتنې په بڼه دا موضوع راپورته کړه چې د ښځو تعلیم افغانستان ته څه زیان رسوي او د دې بندیز ګټه څه ده؟

هغه ټینګار وکړ چې اسلام د تعلیم مخالف نه دی، بلکې د تعلیم ملاتړ کوي او له طالبانو غواړي چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.

تردې یوه ورځ مخکې د ترکیې د ولسمشر ویاند هم د طالبانو پر دې پرېکړې انتقاد کړی او هغه یې د اسلام له روح سره په ټکر کې بللې او ویلي وو چې دغه بندیز په مذهب کې ځای نه لري.