د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له طالبانو غوښتي چې د افغان خبریال ذبیح الله نوري د نیول کېدو او وهلو ټکولو د قضیې په اړه څېړنه وکړي.
دې کمېټې په یوه بیان کې چې پرون پنجشنبې یې په خپله ویبپاڼه کې خپور کړی، ویلي چې طالبان باید دا موضوع وڅېړي چې نوري ولې ۴۸ ساعته توقیف شوی او پرې ظالمانه برید شوی او هم دې خپله د استخباراتو اداره د رسنیو د غړیو په وړاندې د دوامداره ځپنې حساب ورکونکې وبولي.
سي پي جی CPJ ویلي، د ډسمبرپه نهمه شاوخوا پر وسلو سمبالو پنځوسو افسرانو د تخار په مرکز تالقان کې د نوري کور محاصره کړی، د هغه کورته داخل شوي او هغه یې وهلی ډبولی دی.
دا خبره د خپلواکې تخارستان راډیو چې نوري ورسره د خبریال په توګه کار کوي، مسوول مدیراو د هغه نژدې خپل روح الله نوري دې کمېټې ته کړې ده.
هغه ویلي چې نوري په تالقان کې د طالبانو استخباراتو ریاست ته بیول شوی او هلته په مختلفو بڼو سخت شکنجه شوی دی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د اسیا د پروګرام همغږې کوونکې بیې لي یي ویلي، طالبان باید په دې اړه پلټنه وکړي او خپله استخباراتي اداره د یوه خبریال پر وړاندې د دغو غیرمسوولانه کړنو لپاره حساب ورکوونکي وبولي.
د نوموړې په خبره د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی باید بې مجازاته پاتې نه شي.