امريکا پر يو شمېر ايراني چارواکو د مظاهره‌چيانو د ځپنې له امله نوي بنديزونه ولګول

ايران کې لاريونونه

امریکا پر څو ایراني چارواکو د مظاهره‌چیانو د ځپنې له کبله نوي بندیزونه ولګول.

په دغو چارواکو کې د ایران لوی څارنوال محمد منتظري او یو شمېر پوځي مسولان شامل دي.

رویټرز خبري اژانس د امریکا د خزانې وزارت په حواله ویلي، د ایران لوی څارنوال محکمې هڅولي چې د مظاهرو پر مهال نیول شویو کسانو ته سختې سزاوې ورکړي.

د ایران حکومت د نړیوالو له نیوکو او بندیزونو سره سره د مظاهره‌چیانو ځپلو ته دوام ورکړی او لسګونه اعتراض کونکي یې د اعدام په ګډون په سختو سزاو محکوم کړي دي.