جو بايډن اوکراين سره نوې پوځي مرسته اعلان کړه

د جو بايډن او ولودمير زلنسکي ليدنه

د امریکا ولسمشر جوبایډن له اوکراین سره د یواعشاریه پنځه اتیا میلیارده ډالرو په ارزښت نوې امنیتي مرسته اعلان کړه.

دغه مرسته واشنګټن ته د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زلنسکي د سفر او له بایډن سره د هغه له کتنې سره هم‌مهاله اعلان شوې ده.

زلنسکي څو ساعته مخکې د امریکا کانګرس ته په وینا کې وویل، له دوی سره شوې مالي او پوځي مرسته خیرات نه، بلکې پر نړیواله ډیموکراسي پانګونه ده.

نوموړي په دې وینا کې، چې د کانګرس غړو په چکچکو بدرګه کاوه وویل، د جګړې له کبله میلیونونه اوکراینیان دا مهال برښنا، د کورونو تودوخه او اوبه نه لري، خو ډاډ یې ورکړ چې هېواد به یې روسیې ته تسلیم نه‌شي.