اشرف غني: طالبانو افغانستان اشغال کړی او وګړي يې برمته کړي

محمد اشرف غني

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني، د طالبانو له‌خوا د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په غبرګون کې ويلي چې طالبانو افغانستان اشغال کړی او وګړي یې برمته کړي دي.

غني تېره شپه په فېسبوک پاڼه کې په یوه بیان کې وويل چې، په اوس وخت کې یوازینۍ موضوع چې ټول افغانان پرې اجماع لري، د ښځو د زده کړې او کار حق دی.

هغه ويلي چې د ده په باور طالبان نه‌شي کولای د ملي او د خلکو د اجماع په وړاندې ودرېږي.

اشرف غني، په افغانستان کې د ښځو د زده کړې او کار ستونزه د مایوسۍ وړ او هغه په ۲۱ پېړۍ کې د جنسیتي تبعیض یوه ښکاره نښه بللې ده.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې تر امر ثاني پورې بندې وي.