د ايران د تياتر او سېنما لوبغاړی حسين محمدي په اعدام محکوم شوی

انځور - ارشيف

د ایران د تیاتر او سېنما لوبغاړی حسین محمدي د هغو پنځو مظاهره چیانو په ډله کې دی چې په وروستیو ناکراریو کې د بسیج ملیشو د یوه غړي د وژل کېدو له کبله په اعدام محکوم شوي دي.

د تورنو کسانو دوسیې په شپږو ورځو کې د محکمې په درېیو غونډو کې فیصله شوي دي.

د محمدي نوم په لومړي سر کې د محکمې په دوسیه کې نه و خو د هغه ملګرو د ازادي راډیو فردا څانګې ته د ډيسمبر په شلمه وویل چې نوموړی د محکمې وروستۍ غونډې ته بیول شوی او په اعدام محکوم شوی دی.

د دوی په خبره هغه د نومبر په پنځمه په خپل کور کې نیول شوی و.

په ایران کې په هغو مظاهرو کې چې د امنیتي ځواکونو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د مړینې په وړاندې پېل شوي، په سلګونو کسان نیول شوي چې په لسګونو ته یې د اعدام سزاوې اورول شوي دي.