امريکا، اروپايي ټولنې او يوولسو هېوادونو د نجونو د تحصيل ځنډولو پرېکړه غندلې

يو شمېر محصلانې

د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او د یولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د ښځو پرمخ د پوهنتونونو د روازو د تړل کېدو په اړه د طالبانو پرېکړه غندلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا خپره شوې دغه اعلامیه کې ويل شوي چې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو دغه ځپونکی اقدامات بې رحمانه او سیستماتیک دي.

د واشنګټن او اروپایي ټولنې له لوري د طالبانو د دغه اقدام له غندنې سره د استرالیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، هالند، ناروې، هسپانیا، سویس او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیران هم یو ځای شوي دي.