ملګري ملتونه: طالبان دې د نجونو د پوهنتونونو ځنډېدو پرېکړه بېرته واخلي

د یوه پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو راټولېدنه

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې د نجونو د پوهنتونونو د ځنډېدو پرېکړه دې بېرته واخلي.

په کابل کې د دغه سازمان مرستندوی ماموریت یوناما نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغې پرېکړې میلیونونه افغانان او نړیواله ټولنه غصه کړې ده.

یوناما په خپله اعلامیه کې ویلي: "په پوهنتون کې د ښځو د حضور مخنیوی د طالبانو لخوا د ښځو پر وړاندې د هدفي تبعیض د سیستماتیک سیاست دوام دی."

طالبانو تراوسه د ملګروملتونو پر دغې اندېښنې تبصره نه ده کړې.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت پرون یو فرمان ورکړ چې له مخې یې د نجونو لوړې زده کړې تر دویم اعلان پورې وځنډېدې.

طالبانو چې له بیا واکمنۍ یې نژدې یو نیم کال تېرېږي، تر دې وړاندې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي هم بند کړي او دویم اعلان ته یې منتظر کړي دي.