د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر روسیې ته ځي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي به سبا روسیې ته ولاړ شي.

یوې روسۍ رسنۍ په ویانا کې د اټومي انرژۍ په نړیواله اداره کې د روسیې د استازي په وینا خبر ورکړ چې ښاغلی ګروسي به د اوکراین په جنوب کې د زاپروژیا د اټومي مرکز شاوخوا د امنیتي زون د جوړېدو په تړاو خبرې وکړي.

د زاپروژیا اټومي مرکز روسیي ځواکونو نیولی دی.

پر دې مرکز بیا بیا د جګړې پرمهال ډزې شوي چې دواړه لورې یو بل تورنوي او دې راپورونو دا اندېښنې پيدا کړې دي چې اټومي ناورین رامنځته نه شي.