ګوتېرش: د نجونو تحصيل ځنډول د اندېښنې وړ اقدام دی

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د افغانستان په پوهنتونونو کې د نجونو پر تحصیل د طالبانو بندیز د اندېښنې وړ اقدام بللی دی.

د سرمنشي ویاند ستیفان دوجاریک په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي دي چې، ښاغلي ګوتېرش د افغانستان له واکمنو طالبانو غوښتي چې د تعلیم په ټولو سطحو کې د خلکو لپاره انډول امکانات یقیني کړي.

د دوجاریک په وینا د ملګروملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو د تعلیم مخنیوی نه یوازې د نجونو او ښځو د حقونو سرغړونه ده، بلکې د افغانستان پر راتلونکې به هم ناوړه اغېز ولري.

له دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مرستیال رامز الاکبروف هم د طالبانو دا اعلان د اندېښنې وړ بللی و.

هغه پر ټویتر لیکلي چې تحصیل د انسانانو اساسي حق دی او زیاتوي چې د ښځو پرمخ د تحصیل د دروازې تړل د افغانستان د پرمختګ د دروازې بندول دي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند ادریان واټسن هم بېګا په یوه بیان کې وویل، سپینه ماڼۍ د طالبانو دا د نه منلو وړ پرېکړه چې په پوهنتونونو کې د نجونو پر تعلیم یې بندیز لګولی په کلکه غندي.

همداراز د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاند نېد پرایس پرون وویل واشنګټن ګوري چې نور څه کولای شي څو طالبان حساب کتاب ته کېنوي او په ملګروملتونو کې د برېتانیا سفیرې باربارا وډوارډ وویل چې دا پرېکړه د طالبانو له خوا د ښځو پر حقونو یوبل څرګند بندیز دی.

همداراز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري چې اوس مهال د واشنګټن په سفر دی پرون وویل چې، د طالبانو دې پرېکړې دی خواشینی کړی دی خو هغه په عین حال کې زیاتوي چې د دې ستونزو د حل لاره لاهم له طالبانو سره د تماس ساتل دي.