امريکا د طالبانو له لوري د نجونو د تحصيل ځنډولو پرېکړه غندلې

يو شمېر نجونې چې سږ کال کانکور ازموينه کې د ګډون په موخه کتار کې ولاړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د نجونو د پوهنتونونو د بندولو له پرېکړې وروسته امریکا ویلي دي چې په دې اړه له خپلو متحدانو سره په تماس کې دي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت بېګا اعلان وکړ چې د نجونو ټول پوهنتونونه به تر بل اعلان پورې بند وي.

د متحدوایالتونو د ملي امنیت د شورا ویاند ادریان واټسن بېګا ناوخته په یوه بیان کې وویل سپینه ماڼۍ د طالبانو دا د نه منلو وړ پرېکړه چې د پوهنتون په کچه د نجونو پر تعلیم یې بندیز لګولی دی، په کلکه غندي.

پرون له دې مخکې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاند نېډ پرایس وویل، واشنګټن ګوري چې نور څه کولای شي څو له طالبانو سره حساب کتاب وکړي.

دغه راز په ملګروملتونو کې د برتانیا سفیرې باربارا وډوارډ وویل دا پرېکړه د طالبانو له‌خوا د ښځو پر حقونو یوبل څرګند بندیز دی.