د امريکا کانګرس د تصويب لپاره نوې بوديجه اعلان کړه

انځور - ارشيف

د امریکا د متحد ایالتونو د ګانګرس غړیو د یو اعشاریه اووه ترلیونه ډالرو بودیجې خبر ورکړ چې په‌کې یوه لویه برخه اوکراین ته ځانګړې شوې ده او نژدې لس په سلو کې دفاعي بودیجه زیاته شوې ده.

د کانګرس غړیو دا بودیجه پرون په ډاګه کړه.

په دې بودیجه کې پنځه څلویښت میلیارډه ډالر له اوکراین سره بېړنۍ مرسته شامله ده.

که چېرته دا بودیجه تصویب شي دا به په یو ځای له یوه هېواد سره د متحد ایالتونو تر ټولو زیاته بېړنۍ مرسته وي.

ولسمشر بایډن د اوکراین لپاره د اووه دېرش میلیارډو ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه.

کانګرس به د ډسمبر په درویشتمه د شپې ناوخته د دې بودیجې د تصویب لپاره رایي ورکړي.