نېډ پرايس: طالبانو دوه امريکايان خوشې کړل

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرايس

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې، طالبانو د سې شنبې په ورځ دوه امریکایان خوشې کړل.

د نېډ پرایس په وینا داسې ښکاري چې طالبانو دا کار د ښه نیت د څرګندونو په هدف کړی وي.

نېډ پرایس چې پرون په واشنګټن کې خبرې غونډې ته خبرې کولې دا هم وویل چې متحد ایالتونه به له طالبانو سره په افغانستان کې د هر نیول شوي امریکایي د خوشې کېدو لپاره خبرو ته دوام ورکړي.

خو ښاغلي پرایس دا ونه ویل چې څومره امریکایان په افغانستان کې زنداني دي.