ټاکل شوې نن د سالنګ لاره پرانيستل شي

د سالنګ تونل چې دوه ورځې وړاندې د ټانکر د چاودنې له امله اور په‌کې ولګېد

په پروان کې د طالبانو چارواکي وایي چې نن به د سالنګ لاره پرانیستل شي.

په پروان کې د طالبانو امنیه قوماندان ملا عزیزالله عمر تېره شپه ازادي راډیو ته دا خبره وکړه چې یوازې به مسافر وړونکو موټرو ته د تګ اجازه ورکړي.

د ملا عزیز الله په وینا باربري موټرو ته به دوه درې ورځې وروسته اجازه ورکړي چې له سالنګونو تېر شي.

د سالنګ په تونل کې د یکشنبې په ورځ د اور لګېدو له امله یو دېرش کسان ووژل شول او اووه دېرش تنه نور ټپيان شول چې بیا دا لاره د موټرو پر مخ بنده شوه.