زابل کې د يوې نا اشنا ناروغۍ له امله دوه ماشومان مړه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولايت موقعيت

په زابل کې یوې نا اشنا ناروغۍ د دوو ماشومانو ژوند اخیستی او نژدې اتیا تنه نور د دې ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر شوې دي.

په زابل کې د طالبانو د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم حکیمي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې له وړمې ورځې راپه دې خوا د شاجوي ولسوالي په یوې لرې پرته سیمه کې چې د غزني او شملزو له ولسوالي سره نژدې پرته ده دا ناروغي پيدا شوې ده.

د حکیمي په وینا د دې ناروغۍ نښه دا ده چې د ناروغ له خولې او پوزې وینه بهیږي، ناروغ ټوخیږي او تبه کوي.

د حکیمي په وینا روغتیایي ټیمونه سیمې ته تللي دي چې دا ناروغي تشخیص کړي.