طالبانو د نجونو تحصيل وځنډاوه

يو شمېر نجونې چې سږ کال کانکور ازموينه کې د ګډون پر مهال کتار کې ولاړې دي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې "تر امر ثاني" پورې د نجونو تحصيل وځنډاوه.

د دغه وزارت وياند حافظ ضيا هاشمي ازادي راډیو ته د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت دا اقدام تأيید کړ.

د نجونو د تحصيل ځنډولو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې د طالبانو د بياځلي واکمنۍ له پيل تر اوسه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي هم تړلي دي.