امريکا د طالبانو له‌خوا د حدودو تطبيق پر سزاګانو اندېښنه ښودلې

ارشيف

متحدوایالتونو په افغانستان کې د هغو سزاګانو پر عملي کولو اندېښنه ښودلې چې طالبان وايي د شریعت په اساس تطبیقېږي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاند نېد پرایس بېګا په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو تصویرونو کې په عام محضر کې اعدامونه او په درو وهل، د بشري حقونو څرګنده او وېروونکې سرغړونه ده ځکه نو د خورا زیاتې اندېښنې وړ خبره ده.

د طالبانو حکومت د امریکا د دې انتقادونو په ځواب کې ویلي دي چې، د دې سزاګانو تطبیق د اسلامي شریعت یوه برخه او د افغانانو غوښتنه ده.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت به د دې احکامو تطبیق ته دوام ورکړي.