د ټویټر کمپنۍ له ریاسته د ایلن مسک د استعفا په اړه د نظرپوښتنې په پای کې څرګنده شوه چې اکثره خلک د ښاغلي مسک د استعفا پلویان دي.
ایلن مسک د یکشنبې په ماښام په یوه ټویټ کې له خلکو غوښتي و چې ایا د دې ټولنیزې شبکې له مشرتابه څخه لېرې شي او که نه؟
په دې نظرپوښتنه کې میلیونونو کسانو برخه اخیستې، خو تراوسه ایلن مسک د هغې د پایلو په اړه څه نه دي ویلي.
ده وړمه ورځ ویلي و چې د نظرپوښتنې پایلو ته به درناوی وکړي.
وروسته له دې چې ایلن ماسک ټویټر په ۴۴ میلیارد ډالره واخیست، د دې خواله رسنۍ اکثره مدیران او متخصصان یې له کاره وایستل.