د کاپ۱۵ کنفرانس د میلیاردونو ډالرو پر ځانګړي کېدو موافقه وکړه

ارشیف

د کاپ ۱۵ په نوم د ملګرو ملتونو د بیالوژیکي د تنوع کنفرانس پرون دوشنبه د چاپېریال ساتنې او د ژواک د تنوع د سرچینو د خوندیتوب لپاره د میلیاردونو ډالرو د ځانګړي کېدو په اړه پر یوې مهمې موافقې سلا وکړه، خو وروستۍ یې نه کړای شوه.

یو شمېر افریقايي هېوادونو، چې د تودو یا حاره سیمو د ځنګلونو پراخې برخې په کې دي، له دې موافقې سره مخالفت وکړ.

دا موافقه تر ۲۰۳۰ پورې د چاپېریال د مهمو سرچینو د خوندیتابه لپاره د یوه نړیوال چوکاټ د موندلو په خاطر د څلور کلونو هلوځلو نتیجه ده.

له مخالفتونو سره سره د چین د چاپېریال ساتنې وزیر چې د غونډې مشري یې کوله، وویل چې د موافقې وروستی متن به تصویب شي.