یونېسف: له ۲۸ میلیون زیات افغانان به بشري مرستو ته اړتیا ولري

په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان

د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وايي چې په راتلونکي میلادي کال کې به په افغانستان کې له ۲۸ میلیون زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

دې ادارې بېګا پر ټویټر ولیکل چې اوسمهال له هرو لسو کورنیو نهه کافي خواړه نه لري.

یونېسف زیاتوي چې په راروان ۲۰۲۳ کال کې به د اته لکه پنځه اویا زره هغو ماشومانو علاج هم وکړي چې په سخته خوارځواکۍ اخته دي.

د ملګرو ملتونو دې اړوندې ادارې همداراز ویلي چې په افغانستان کې د خوړو د موادو بیې لوړې شوي او خلک لومړنیو خدماتو ته محدود لاسرسی لري.

د راپورونو له مخې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د بېوزلۍ او بې روزګارۍ کچه لوړه شوې ده.