طالبان: د سالنګ تونل د پېښې له ځایه تراوسه د ۳۱ تنو مړي لېږدول شوي

د یکشنبې په شپه په تونل کې د یوه تانکر د اوراخیستو په نتیجه کې لږترلږه ۳۰ موټرونه هم سوځېدلي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د سالنګ تونل د پېښې له ځایه تراوسه د ۳۱ تنو مړي لېږدول شوي دي.

د دغه وزارت ویندوی ډاکتر شرافت زمان نن رسنیو ته ویلي چې له تونل څخه ټولټال ۳۷ ټپیان هم روغتونونو ته وړل شوي دي.

د یکشنبې په شپه په تونل کې د یوه تانکر د اوراخیستو په نتیجه کې لږترلږه ۳۰ موټرونه هم سوځېدلي دي.