ټي ټي پي بنو کې د ترهګرۍ ضد پوليسو له مرکزه خپل ۲۵ ملګري خوشې کړي دي

انځور - ارشيف

د تحریک طالبان پاکستان وسله والو په بنو کې د ترهګرۍ ضد پولیسو له مرکزه، "خپل ۲۵ ملګري خوشې کړي"

په بنو کې د ترهګرۍ ضد پوليسو (سي ټي ډي) او یوه پوځي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط د ازادې اروپا مشال راډيو ته وويل چې د تحریک طالبان پاکستان بندیانو له پولیسو ټوپک په زور اخیستلی او خپل ملګري یې له بنده خوشې کړي.

دغو وسله‌والو اته پولیس هم یرغمل نیولي و.

له دغو وسله‌والو سره وروسته په نښتو کې دری سرتیري ټپیان شوي هم دي.

د پاکستان حکومت تحريک طالبان پاکستان وسله‌والې ډلې سره د تېرې مې میاشتې په اخره کې د نامعلومې مودې لپاره اوربند کړی وو.

خو د نومبر پر ۲۹مه، دې ډلې ادعا وکړه چې پوځ خپلې ژمنې نه دې پوره کړې نو ځکه خپلو وسله والو ته امر کوي چې بیا بریدونه پيل کړي.