د روسيې دفاع وزير اوکراين کې د روسي پوځيانو له سنګرونو ليدنه کړې

د روسيې او اوکراين جګړه

چارواکي وايي، د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو پرون یکشنبه په اوکراین کې د روسیې پوځي سنګرونه وکتل.

د روسیې دفاع وزارت پرون په ټلګرام کې ولیکل، چې د روسیې د وسله‌والو ځواکونو مشر د جګړې لومړۍ کرښې په هغه ساحه کې د روسیې پوځي قطعې وکتلې، چې ځانګړي پوځي عملیات په‌کې روان دي.

د جرمني خبري اژانس له‌مخې روسیه په اوکراین کې روانې جګړې ته د ځانګړو پوځي عملیاتو اصطلاح کاروي.

د روسیې دفاع وزارت وايي، شویګو د قوماندانانو راپورونه واورېدل او له عادي عسکرو سره یې هم خبرې وکړې.

پر اوکراین د روسیې یرغل د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل شوی چې تر اوسه روان دی او په وروستیو کې روسیې د اوکراین پر اساسي پروژو خپلې حملې زیاتې کړې دي.