ټوماس وېسټ: یوناما په افغانستان کې خورا مهم کارونه سرته رسوي

د عکس ښي لور ته روزا اوتونبایووا او چپ لور ته ټوماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وایي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د نړیوالې ټولنې په استازیتوب خورا مهم کارونه سرته رسوي.

وېسټ نن په یوه ټویټ کې له واشنګټن څخه د یوناما د مشرې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا د کتنې د هرکلي ترڅنګ دغه څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې یوناما حیاتي بشري مرستې رسوي او عملیات یې همغږي کوي، د بشري حقونو د ودې لپاره کار کوي او په ټول هېواد کې له اړو افغانانو سره په تعامل کې ده.

د یوناما مشره داسې مهال له واشنګټن څخه کتنه ترسره کوي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل وروستي راپور کې ویلي چې دا هېواد باید د تبعیض، نابرابرۍ، بې عدالتۍ او له مجازاتو د معافیت پر وړاندې د نړیوالو اصولو، نورمونو او معیارونو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش دغه غوښتنه په هغه درې میاشتني راپور کې کړې چې د افغانستان د وضعیت او په دې هېواد کې د یوناما د ماموریت د پلي کېدو په اړه یې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې او د دې سازمان امنیت شورا ته وړاندې کړی دی.

یوناما دغه راپور چې د افغانستان د وضعیت او پر نړیوالې سولې او امنیت یې د اغېزو په اړه د ډسمبر په اومه نېټه چمتو شوی، پرون په خپله ویب پاڼه کې خپور کړی دی.