ستانکزی: ازبکستان دې افغانستان ته د شوې هوکړې له مخې برښنا ورکړي

ارشیف

د طالبانو د حکومت چارواکي وایي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف سره د ټیلیفون له لارې له ازبکستانه د وارداتي برښنا د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

دا خبره د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په یوه ټویټ کې کړې.

مجاهد له خپل ټویټ سره د اسلامي امارت د رسمي ویبپاڼې یو لېنک هم ضمیمه کړی چې په کې د دواړو چارواکو د خبرو نور جزییات څرګند شوي دي.

ستانکزي په ژمي کې د ازبکستان د وارداتي برښنا د کموالي له امله د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د برښنا اړوند ستونزو په اړه اندېښنه ښکاره کړې او له ازبکستاني لوري یې غوښتنه کړې چې د وارداتي برښنا اندازه دې هغه حد ته ورسوي چې دواړو هېوادونو پرې هوکړه کړې ده.

د خبر له مخې ایرګاشوف دغه ستونزه منلې او ویلې یې دې چې په دې اړه یې د ازبکستان د برښنا له وزارت سره خبرې کړي او هڅې روانې دي چې افغانستانه ته د برښنا لېږد زیات کړي.

د افغانستان د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي تېره اونۍ وویل چې له ازبکستان څخه چې وارداتي برښنا د هغه هېواد د برښنا د تولید په شبکو کې د ستونزو له امله کمه شوې او هغوی نه شي کولای له شوي قراراد سره سم افغانستان ته برښنا ورکړي.

افغانستان د خپل اړتیا وړ برښنا څه باندې اویا سلنه له څلور ګاونډیو هېوادونو، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي چې ډېره برخه یې په ازبکستان پورې تړلې ده.