عمران خان له ټاکلي مهالوېش مخکې دوه ایالتي اسامبلې منحلوي

د پاکستان مخکېنی صدراعظم او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان

د پاکستان مخکېنی صدراعظم او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پرون شنبې اعلان وکړ چې ګوند به یې له ټاکلي مهالوېش مخکې راتلونکې اونۍ دوه ایالتي اسامبلې منحلې کړي.

دا د نوموړي له خوا له وخته مخکې د عمومي انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره پر مرکزي حکومت د فشارونو د زیاتوالي یوه هڅه ده.

عمران خان په ختیځ ښار لاهور کې د خپلو پلویانو یوې غوندې ته په وینا کې وویل: "موږ به راتلونکې جمعه د پنجاب او خیبرپښتونخوا ایالتي اسامبلۍ منحلې کړو."

د هغه ګوند د پاکستان له څلورو ایالتي اسامبلو په دوو بشپړکنټرول لري.