ایران ګواښ کړی چې د وټس اپ او انسټاګرام اپلېکېشنونه به چې په دې هېواد کې ډېر کاروونکي لري، د تل لپاره بند کړي.
د میټا په نوم د امریکا د انټرنېټي شرکت تراوسه د ایراني چارواکو هغه لیک نه دی ځواب کړی چې د روانې ډسمبر میاشتې په لومړیو کې یې ور استولی او له دې شرکت یې غوښتنه کړې چې په دې هېواد کې دې د خپلې نمایندګۍ دفتر پرانېزي او هم دې خپلو لارښودونو ته د اسلامي جمهوریت له لارښودونو سره سمون ورکړي.
د ایران د سایبر ملي مرکز ریس ابوالحسن فېروز ابادي پرون شنبې له یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې که د میټا شرکت د دوی لیک ته ځواب ونه وایي، دا کېدای شي د دغو اپلېکېشنونو د دایمي بندېدو لپاره یوه مقدمه وي.