زیلینسکي: د نږدې ۶ میلیون اوکراینیانو لپاره بېرته برښنا برابره شوه

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وایي، د دې هېواد د بېړنیو چارو کارکوونکو وکولای شول چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نږدې شپږ میلیون وګړو لپاره بېرته برښنا برابره کړي.

د روسیې د بریدونو په وروستۍ لړۍ کې د برښنایي شبکو په ګډون د دې هېواد ډېر بنسټیز تاسیسات زیانمن شوي دي.

زیلینسکي پرون شنبې ناوخته په یوه ویډیویي وینا کې وویل چې له پروني تروریستي برید وروسته د ویجاړو شویو شبکو د ترمیم چارې له خنډ پرته دوام لري.

روسیې وړمه ورځ د اوکراین پر بنسټیزو تاسیساتو څه باندې اویا میزاییل وتوغول چې په نتیجه کې یې ډېر ښارونه تیاره او اوسېدونکي یې دې ته اړ کړل چې له حرارت او او اوبو پرته د تودوخې تر صفر درجې لاندې یو وضعیت وزغمي.