طالبانو په تخار کې د یو خبریال د شکنجې خبرونه رد کړل

د افغانستان په عمومي نقشه کې د تخار ولايت موقعيت

طالبانو هغه خبرونه رد کړل چې ګواکې د دوی له‌خوا په تخار کې يو خبريال شکنجه شوی دی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي دي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو د ذبیح‌الله په نوم یوتن چې د ده په وینا په کور کې یې ناقانونه وسلې او پوځي تجهیزات ساتلي وو، د دوو ورځو لپاره بیولی و.

خو ښاغلی کریمي وايي د هغه نیول کېدل د نوموړي له رسنیز فعالیت سره تړاو نه لاره.

له دې مخکې د افغان ژورنالېستان مرکز ویلي و، چې د طالبانو استخباراتو د تخارستان راډیو سرپرست مشر ذبیح‌الله نوري نیولی او شکنجه کړی او دوه شپې وروسته یې د مخورو په منځګړتوب خوشې کړ.

په افغانستان کې په تېرو شپاړسو میاشتو کې لسګونه خبریالان د خپلې دندې په اړوند نیول شوي او ځینې لاهم د طالبانو په بند کې دي.