د بښنې نړيوال سازمان پاکستان ته د کډوال شويو افغانانو په اړه اندېښنه ښودلې

اسلام اباد کې افغان کډوال

د بښني د نړیوال سازمان مشرې اګنس کالامار په کابل کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د هغو افغانانو وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړې ده چې پاکستان ته کډوال شوې دي.

مېرمن کالامار په یوه پرانیستي لیک کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته ویلي دي، افغانان که په پاکستان کې ویزه لري که یې نه‌لري د تبعیض او د بیان د ازادۍ د محدویت په ګډون له جدي ننګونو سره مخامخ دي.

مېرمن کالامار په دې لیک کې د افغان کډوالو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

د بښنې نړيوال سازمان دا اندېښنه داسې مهال ښېي چې افغان کډوالو سره د پاکستاني حکومت له‌خوا د سخت چلند راپورونه ورکول کېږي.