طالبانو د تخارستان راډيو سرپرست مشر ذبيح‌الله نوري نيولی او شکنجه کړی دی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د تخار ولايت موقعيت

د افغان ژورنالېستانو مرکز وايي، د طالبانو د حکومت استخباراتو د تخارستان راډیو سرپرست مشر ذبیح‌الله نوري نیولی او شکنجه کړی دی.

دا مرکز د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکوي چې د طالبانو د استخباراتو غړو د لیندۍ په ۱۸مه د تالقان ښار په لومړۍ ناحیه کې د نوري کور ته ورغلي، پلټنې یې کړي، د هغه د کورنۍ ځینې غړي یې وهلي ټکولي، نوموړی او د هغه ورور یې له ځانه سره بیولي، خو دوه شپې وروسته یې د مشرانو په منځګړتوب را خوشې کړي دي.

د افغان خبریالانو دې مدافع ټولنې پرون پر ټویټر په یوه بیان کې دا اقدام غندلی او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي دي چې د خبریالانو د نیولو او شکنجو بهیر ته د پای ټکی کېږدي.

دې ټولنې دا کار د خبریالانو د بشری حقونو تر پښو لاندې کول او د بیان د ازادۍ محدودول بللي دي.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په تېرو شپږو میاشتو کې لسګونه خبریالان د خپلې دندې په اړوند نیول شوي، ځینې یې شکنجه شوي او ځینې حتی تراوسه د طالبانو په بند کې دي.