روسيې يو ځل بيا اوکراين کې د انرژۍ پر تاسيساتو بريدونه کړي

د اوکراين او روسيې جګړه

روسي ځواکونو پرون ماښام یو ځل بیا د اوکراین په ښارونو کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید وکړ.

د راپورونو له‌مخې ګڼو ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او لسګونه زره کسان هم له برښنا بې برخې شوي.

د روسيې ځواکونه د اوکراین په ختیځ کې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې خپل بریدونه چټک کړي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک پرون خبرداری ورکړ چې د اوکراین پر بنسټیزو تاسیساتو د بریدونو دوام به د بشري وضعیت د جدي خرابوالي او د کډوالو د زیاتېدو لامل شي.

د اوکراین د پوځ مشر پرون اعلان وکړ چې د روسیې د توپونو ډزې د اوکراین په دونیڅک سیمه کې په باخمت او اودیوکا متمرکزې دي، ځکه چې مسکو هڅه کوي د ختیځ خارکیف په سیمه کې د کوپیانسک او په جنوب ختیځ کې د زاپوریژیا په شاوخوا کې خپل تاکتیکي موقعیتونه پیاوړي کړي.

روسیې د روان کال د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې پر اوکراین غیر موجه یرغل ته دوام ورکړی.