ايران کې سلګونه فعالانو د اعدام د درېدو غوښتنه کړې

ارشيف

د ایران تر ۲۰۰ زیاتو مدني فعالانو، لیکوالو او د قربانیانو د کورنیو غړو د یوې بیانیې په لاسلیک سره په ایران کې د اعدامونو د مخنیوي لپاره له نورو فعالانو او اتحادیو هم غوښتنه وکړه، چې له دوی سره خپل غږ ملګری کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د پارلمان غړو خبرداری ورکړی، چې په ایران کې د وروستیو ناکراریو پر مهال د اعتراض کوونکو لپاره سخت مجازات یوه اړتیا ده.

د بیانیې ۲۳۵ لاسلیکوونکو ویلي، چې په ایران کې د معترضانو وروستیو دوو اعدامونو دوی اړ کړل، چې دغه غوښتنه وکړي.

په بیانیه کې ویل شوي چې، د محسن شکاري او مجید رضا رهنورد اعدام هغه تاکتیکونه دي، چې د ایران حکومت یې د هغو خلکو د غلي کولو لپاره کاروي چې د حکومت له ځپلو په تنګ شوي دي.

شکاري د تېرې اوونۍ د پنج شنبې په ورځ او رهنورد تېره دوشنبه اعدام کړای شول.

وروسته له هغې چې د سپټمبر میاشتې په نیمايي کې یوې ۲۲ کلنې ښځې مهسا امیني د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه، چې په ایران کې اعتراضونه پیل شول.

پولیسو دغه مېرمن په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیولې وه.

په وروستیو کې حکومت د اعتراض کوونکو ځپل سخت کړي دي.