د سره صلیب نړیواله کمېټه: د افغانانو اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو دی

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي، د افغانستان وګړي د ژمي په راتلو او د اقتصادي وضعیت د لاخرابېدو له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د دې نړیوالې کمېټې څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي چې په ماشومانو کې د سینه و بغل او خوارځواکۍ پېښې په ډېرېدو دي او کورنۍ له یوه داسې بد وضعیت سره مخامخ دي چې نه پوهېږي چې د خوړو غم وخوري که د تودوخې.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په تېره نومبر میاشت کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې د دې کمېټې اړوند ۳۳ روغتیایي مرکزونو کې لیدل شوي چې په ماشومانو کې د سینه وبغل او خوراځواکۍ پېښې د ژمي په راتلو سره ډېرې شوې دي.

د دې کمېټې په وینا سږکال د تېر۲۰۲۱ کال په پرتله په ماشومانو کې د سینه وبغل پېښې په سلو کې نوي او د خوارځواکۍ پېښې ۵۵ سلنه زیاتې شوې دي.

د سره صلیب کمېټې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې باید د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.