په شمالي وزیرستان کې د ځانمرګي برید له امله د تلفاتو شمېر لوړ شوی

ارشیف

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو پر موټرو په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲ او د ټپیانو ۱۵ ته لوړ شوی.

د سیمې د پولیسو مشر فرهان خان د ازادې اروپا مشال راډیو ته وویل، ځانمرګي بریدګر پرون ناوخته خپل موټرسایکل د پوځي کاروان له یوه ګاډي سره وجنګاوه.

فرهان خان تایید کړه چې وژل شوي یو عام کس او یو سرتېری دي او په ټپیانو کې بیا څلور تنه ملکیان شامل دي.

د حملې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو حکومتي چارواکي وايي، په خیبرپښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون یو شمېر وسله والې ډلې فعاله دي.