ټېسټ کرکټ؛ هند د بنګله دېش پر وړاندې په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۰۴ منډې وکړې

هېڅ هندۍ توپ وهونکی ونه توانېد چې په دې سيالۍ کې سلیزه ترسره کړي، خو چټیشور پوجارا، شریس ایر او روي چندرن اشوین په کې نیمه سلیزې ترلاسه کړې.

د بنګله دېش په کوربتوب د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ اتلولۍ په پار دا ځل د کوربه او هندوستان ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه پرون چهارشنبه پيل شوې ده.

هندوستان لومړۍ توپ وهنه وکړه او ټول لوبغاړي یې له ۴۰۴ منډو جوړولو وروسته وسوځېدل.

هېڅ هندی توپ وهونکی ونه توانېد چې په دې سيالۍ کې سلیزه ترسره کړي، خو چټیشور پوجارا، شریس ایر او روي چندرن اشوین په کې نیمه سلیزې ترلاسه کړې.

د بنګله دېش لپاره شکیب الحسن او تجاول اسلام ۴ـ۴ ويکټې واخیستې.

نن د دې لوبې دویمه ورځ ده او بنګله دېش به خپله لومړۍ پاڼۍ پيلوي.

د یادونې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې لوبلړۍ کې یوازې دوه ټېسټ سيالۍ ترسره کېږي.