ملګرو ملتونو کې د طالبانو حکومت او ميانمار د استازو د منلو او رد پرېکړه وځنډېده

د ملګرو ملتونو غونډه، انځور - ارشيف

په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د حکومت او میانمار د استازو د منلو یا ردولو وروستۍ پرېکړه د دویم ځل لپاره وځنډېده.

رویټرز اژانس لیکلي چې، ملګري ملتونه به په راتلونکو نهو میاشتو کې بیا د دغې پرېکړې په اړه ارزونه کوي.

ډیپلوماتانو ویلي، دا اقدام د دې لامل کېږي چې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام او دغه راز میانمار پخواني استازي ملګرو ملتونو کې په خپلو څوکیو پاتې کېږي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله چې ۱۹۸ غړي لري، د جمعې په ورځ په دې اړه خبرې وکړي.

طالبانو لا د ملګرو ملتونو پر دې تازه ګام څه نه‌دي ویلي، خو مخکې یې غوښتنه کړې چې دغه سازمان باید د دوی له‌خوا معرفي شوی استازی سهیل شاهین ومني.