کرن ډېکر: کندهار کې د طالبانو حکومت له والي سره د خبرو د فرصت هرکلی کوم

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډېکر

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډېکر وایي، د بشري حقونو د مدافعانو د ملاتړ لپاره به په کندهار کې د طالبانو له والي سره د خبرو هرکلی وکړي.

ډېکر پرون چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې دوی لږ تر لږه په خبرو کې سره همنظره دي چې بشري حقوق مهم دي.

خو مېرمن ډېکر زیاته کړې، لېواله ده چې پوه شي، په کندهار کې د طالبانو مشران په دې برخه کې څه ډول عمل کوي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نړیوالو پرلپسې له دوی غوښتي چې بشري حقونو، په تېره د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې تر دې مخکې د ډسمبر په لسمه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه او په یو ټویټ کې یې ویلي وو پر " کندهاري مشرانو " ټینګار کوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د ټینګښت لپاره د بشري حقونو د افغان فعالانو او نړیوالې ټولنې د روانو هڅو ملاتړ وکړي څو ټول افغانان له "وقار، ازادۍ او عدالت " څخه برخمن شي.

د امریکا متحده ایالتونو په شمول نړیواله ټولنه بشري حقونو ته درناوی د طالبانو له حکومت سره د تعامل یو اساسي شرط بولي.